Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه

کندهار کې انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه

author avatar
2 Jun 2023 - 14:19
کندهار کې انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه
author avatar
2 Jun 2023 - 14:19

کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): کندهار کې د انارګل مشاعره ترسره شوه چې په کې د حکومتي چارواکو او شاعرانو ترڅنګ زرګونو کسانو ګډون کړی و.

په دې مشاعره کې چې له ټاکلي وخت څو میاشتې وروسته، پرون مازدیګر د کندهار عینو مېنه کې جوړه شوې وه او د شپې تر ناوخته یې دوام درلود، شاعرانو د حماسي شعرونو ترڅنګ طنزیه او نور شعرونه وویل.

د انارګل په یاده مشاعره کې د شعرونو ترڅنګ ویناوې هم وشوې چې تر ډېره پکې له شاعرانو او لیکوالانو غوښتنه وشوه چې خپل قلم د بهرني دښمن پر وړاندې وکاوري.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا وویل، دا چې د افغانستان دښمن له افغانستانه وتلی خو اوس هم نه غواړي دلته اسلامي نظام حاکم وي؛ ځکه پر افغانستان له بهره وار کوي.

هغه زیاته کړه چې شاعران او لیکوالان دې د خپل قلم پر مټ او د داسې غونډو په جوړولو سره د هغه دښمن مخنیوی وکړي چې نوي ځوانان ګمراه او د اسلامي نظام پیکه کولو هڅې کوي.

خیرخواه وویل: «دښمن مو نور مات شوی، خو د لرې نه غواړي چې بیا هم دغه ډيوه دوی پیکه وساتي؛ راځئ چې شاعران، لیکوالان، ادیبان، علماءکرام، هر هغه څوک چې هغه په فکر وي، په قلم وي، په ژبه وي، ټول لاس سره یو کړو، هغوی اوس هم له د باندې نه پر دې نظام باندې واري کوي.»

د هغه خبره، لیکوالانو او شاعرانو چې څومره د اسلامي نظام په راتګ کې هڅې کړې، همداسې یې باید په ساتنه کې هم هڅو ته دوام ورکړي.

په یاده مشاعره کې تر ډېره حماسي شعرونه وویل شول خو د طنزیه شعرونو برخه یې هم بډایه وه او دغه راز ځينو شاعرانو بیا په خپلو شعرونو کې ګاونډي هېوادونه مخاطب کړي وو چې له افغانستان سره دې د اوبو او نورو موضوعاتو پر سر شخړې نه کوي.

د مشاعرې ګډونوال هم وایي، خوښ دي چې سږ کال هم د انارګل په مشاعره کې ګډون کوي او خپله ادبي دنده خړوبوي.

د مشاعرې یو ګډونوال نجیب‌الله زابلی وايي: «سږ کال مشاعره ډېره ښه وه، ډېرو کسانو ګډون کړی و، زه هم له زابله راغلی یم، نو مشاعره په ډېرو ګډونوالو لا هم خوندوره شوې ده.»

دغه راز سیداحمد حقاني چې په دې مشاعره کې یې ګډون کړی و او نابینا دی، وویل، وایي، خوشحاله دی چې په مشاعره کې یې حماسي، طنزیه او نور شعرونه واورېدل.

هغه زیاتوي، که څه هم دی څه نه ويني خو د خلکو له غږه دا حس کوي چې ډېر کسان راغلي او دی هم په دې خوښۍ کې شریک دی.

د نوموړي په خبره: «زه ډېره خوشحاله یم چې سږ کال بیا هم مشاعرې ته راغلی یم، پخوا وضعیت ښه نه و، هر چا هم په داسې مشاعرو کې ګډون نه شوای کولای خو سږ کال امن دی او هر څه سم دي.»

د انارګل مشاعره چې هر کال په کندهار کې د انار ګل غوړېدو پر مهال ترسره کېږي سږ کال له خپل ټاکلي وخت څو میاشتې وروسته ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.