کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د کابل یو شمېر ښاریان د یک پیسهګي پل بیارغولو کار له پیلیدو هرکلی کړی خو د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د یاد پل په اصلي بڼه کې ډېر بدلون را نهولي.
یک پیسهګي پل کابل ښار کې یو له لرغونو پلونو شمېرل کېږي چې شاوخوا درې پېړۍ مخکې د کابل پر سیند جوړ شوی، دغه پل د مرادخانې سیمه له علیمردان بڼ سره نښلوي.
کابل ښاروالي د یوې ویډیو په خپرولو سره د د کار، حفظ او مراقبت ریاست له لوري په اساسي ډول د یاد پله بیارغولو چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د سړکونو او پلونو جوړولو امر، انجنیر شریفالله قادري وایي چې د یاد پله جوړولو کار چې د کابل په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، نن پیل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد پل ۴۵ متر اوږدولی او ۲،۷۵ متر سور لري.
سرچینې زیاته کړه، دغه پل د وخت په تېرېدو او د ډېرې ګټې اخیستنې له امله خراب شوی و، کانکریټ، د پله فرش، د کټارو رنګول او تحکیمات د دغه پله د جوړولو او بیارغونې په چارو کې شامل دي.
ملیحه محسني چې اوس د کابل په کارتهنو سیمه کې ژوند کوي، پژواک ته وویل: «یو وخت زموږ کور په مرادخاني کې و، تل له دغه پله تېريدو او راتېریدو، ډېرې خاطرې راته پاتې دي، ډېره خوشاله شوم چې بیارغول کېږي.»
هغه په خواشینۍ سره وایي چې د کابل ښاروالۍ په تېرو شلو کلونو کې د ډېرو امکاناتو په لرلو سره یاد پل چې له ارګ سره ډېر کم واټن لري، جوړ نه کړ.
په ورته مهال، د کابل د زاړه ښار اوسېدونکی اسدالله د یاد پله بیارغولو چارو له پیلېدو د هرکلي ترڅنګ کوي وویل: «باور وکړئ چې ډېر خوښ یم، له دې چې د یک پیسهګي پل چې یو له پخوانیو پلونو دی، د بیارغولو چارې یې پیل شوې.»
خو اسدالله د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د پله په بڼه کې ډېر بدلون را نهولي؛ ځکه دا پخوانی پل دی او باید لومړنۍ بڼه یې وساتل شي.
Views: 363
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن