[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې ویلي چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې په ننګرهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ څلورمه پېښه ثبت شوې ده.
په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول سید کمالشاه د غبرګولي په ۱۱مه امریکا غږ ته ویلي، یاده پېښه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
هغه زیاته کړې،، پېښه تثبیت شوې او د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د نوموړي د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو ماشوم چې څلور کاله عمر لري، د پولیو پر ناروغۍ اخته شوی؛ دا په افغانستان او د هېواد په ختیځه حوزه کې د دې ناروغۍ څلورمه پېښه ده چې ثبتېږي.
کمالشاه وایي، د ننګرهار بهسود یوه له هغو سیمو ده چې څه موده مخکي پکې د پولیو محیطي سمپلونه مثبت وو او د پولیو ویروس د شتون خبر ترې ورکړل شوی و.
د ننګرهار د روغتیا ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو کمپاینونو کې د یادې سیمې ټولو کورنیو ته د روغتيايي مسوولینو له لوري ټینګه سپارښتنه شوې وه چې له پنځو کلونو کم خپل ټول ماشومان واکسین کړي؛ ځکه په دې سیمه کي ویروس شتون درلود.
له دې وړاندې د ننګرهار ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم د پولیو ویروس د شتون له پلوه محیطي سمپلونه مثبت و.
په دې ورستیو کې د ننګرهار په بټيکوټ، کوټ او نازیان ولسوالیو کې درې ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته شوي او له امله یې یوې کوچنۍ نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ختیځه حوزه کې د عادي کمپاینونو ترڅنګ ځانګړي کمپاینونه هم ترسره کوي او د عامه پوهاوي هڅې یې هم ګړندۍ کړې دي.
[/restrict]
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن