ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۳۴۲ ټنه بې‌کیفیته تېل له حیرتان بندره بېرته قرغيزستان ته ګرځول شوي

۳۴۲ ټنه بې‌کیفیته تېل له حیرتان بندره بېرته قرغيزستان ته ګرځول شوي

author avatar
3 Jun 2023 - 14:31
۳۴۲ ټنه بې‌کیفیته تېل له حیرتان بندره بېرته قرغيزستان ته ګرځول شوي
author avatar
3 Jun 2023 - 14:31

مزارشریف (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د سټندرډ ملي اداره وایي، له قرغزستانه وارد شوي ۳۴۲ ټنه بې‌کیفیته تېل یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته د ازبکستان له لارې دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

د حیرتان بندر د سټندرډ ملي ادارې امر مولوي یحیی لقمان وایي، تېره ورځ یې له قرغزستانه راغلي ۳۴۲ ټنه او ۷۸۵ کیلو پټرول تېل چې تېره میاشت راوارد شوي وو او د دې ادارې د نورم او سټندرد له معیارونو سره په مغایرت کې وو، بېرته د ازبکستان له لارې دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

د مولوي یحیی په وینا، دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دغه کچه تېل بېرته ګرځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم له ازبکستانه وارد شوي ۱۹ ټنه بې‌کیفیته ګاز بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوی و.

د نورم او ستنډرډ ادارې معلوماتو له مخې، په تېر کال کې شاوخوا زر تانګره بې‌کيفته نفتي توکي بېرته اړوند هېوادونو ته ورګرځول شوي دي.

 

Views: 237

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.