Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«نورستان د ملي پارک په توګه پېژندل شوی؛ سړک يې باید په اساسي ډول ورغول شي»

پارون ‌(پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي د اسعداباد - پارون لویې لارې  له خرابوالي شکايت کوي او وایي چې نورستان ولایت د ملي پارک په توګه پېژندل شوى او بايد سړک يې په اساسي ډول ورغول شي.

د دې لارې يو موټرچلوونکى روح‌الله وايي، له کونړه د نورستان مرکز پارون ته غځېدلى سرک کنډ کپر شوى چې له امله يې دوى ته په راتګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې او موټر یې هره ورځ عوارض کوي.

د هغه په خبره، حکومت بايد د دې لارې جوړولو لپاره لاس په کار شي.

له نورستانه کونړ ته تلونکى يو مسافر اسدالله وايي، د لارې خرابوالي له امله دوى سفر نږدې اووه ساعته اوږد شوی خو که چېرې په اساسي ډول ورغول شي نو په درېیو ساعتونو کې له پارونه اسعداباد ته رسېدلی شي.

هغه زیاتوي، د لارې خرابوالي له امله د موټرو کرايه هم لوړه ده او وخت هم ډېر ضایع کېږي چې د جوړېدو په صورت کې به یې هم خلکو او هم موټرچلوونکو ته ګټه وي.

د خالد په نوم يو بل مسافر چې پارون ته د چکر په موخه راغلى وايي، دوى د نورستان له ښکلي طبیعت څخه خوند واخيست خو د سړک خرابوالي سخت ستړي کړل .

د هغه پخ خبره، نورستان ملي پارک دى او بايد سړک يې په اساسي ډول ورغول شي.

خو د نورستان د ټولګټو ریيس مولوي احمدنبي وايي، دوى د دې لارې لپاره لنډمهال او اوږودمهال پلانونه لري چې په لنډمهال کې يې د سړک په ترميم کار پيل کړى او د ياد رياست سکواټورونه هره ورځ سړک هواروي.

د هغه په خبر، ټولګټو وزارت او ولايتي ادارې په لارښوونه يې له ترنيک سیمې د سړک هوارولو کار پيل کړی چې د واما ولسوالۍ تر ارچنو سيمې پورې رسېدلي او سړک یې تر یوه بریده سم کړی دی.

هغه زیاته کړه، د ياد سړک جغل اچونه هم سږ کال په پراختيايې بودجه کې نيول شوې او له ترنيک تر سټاپ سيمې پورې دېرش کيلومتره سړک به سږ کال جغل‌اندازي شي خو کار د بودجې تر توشیح  پورې پاتې دی .

د اسعداباد - پارون سړک نږدې پنځه اتيا کيلومتره دی چې له ماڼوګي ولسوالۍ بیا تر پارون پورې خام دی او د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوی چې کوچني موټر تګ راتګ نه شي پرې کولای.

د یادونې ده، پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» پروګرام پيل کړ او له  دې لارې غواړي چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته ورسوي.

له سلګونو غوښتنو او وړاندیزونو چې خلکو پژواک ته استولي، یو یې د دې لارې له خرابوالي د خلکو شکایت و چې پژواک یې په اړه راپور چمتو کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.