منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابینې پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس کارځایونو جوړولو پرېکړه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کابینې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ لپاره د کارځایونو جوړولو پرېکړه کړې ده.

د چارو ادارې نن پر خپله ټویټرپاڼه  لیکلي چې کابینې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ تېره سې‌شنبې غونډه وکړه.

سرچینې لیکلي: «د چارو ادارې لوی ریاست دې د ځمکو د تصفیې ګومارل شوي پلاوي راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته واستوي چې پر اساس یې پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار او کندهار کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ لپاره کارځایونه جوړېږي.»

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د معاشونو د تنظیم او تشکیلاتو کمېسیون دې د ملي بس دولتي شرکت ته د وزارتونو او ادارو د اضافي وسایطو د لېږد په اړه د مالیې وزارت غوښتنه وڅېړي او لازم تصمیم دې ونیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د کابینې په دې غونډه کې اداري کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې په نظامي مرکزونو کې له بهرنیو اشغالګرو ځواکونو پاتې شوو طبي وسایلو اړوند د څېړنې راپور په اړه دې له بشپړې ارزونې وروسته لازم تصمیم ونیسي.»

د چارو اداره د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکي چې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد پروژې (ټاپ) لپاره د سکرتریت رامنځته کولو د طرحې مسلکي ارزونه او تصمیم اقتصادي کمېسیون ته وسپارل شول.

د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د روان کال په غویي میاشت کې هوکړه کړې چې ډېر ژر به د ټاپ پروژې پلې کولو په موخه د پاکستان په ګډون درې‌اړخیزه ناسته ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست