ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د چارچینو د اوشي سیمې خلک روغتيايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

اروزګان کې د چارچینو د اوشي سیمې خلک روغتيايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
3 Jun 2023 - 17:14
اروزګان کې د چارچینو د اوشي سیمې خلک روغتيايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
3 Jun 2023 - 17:14

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ د «اوشي» سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې يې روغتيايي مرکز نشته چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، شاوخوا پنځه کاله مخکې د دوی په سیمه کې یو روغتيايي مرکز و خو په وینا يې، کله چې یې سیمه د جګړې لومړۍ کرښه شوه نو حکومت دغه روغتيايي مرکز د یخدان په نوم یوې بلې لرې سیمې ته ولېږداوه.

دغه کسان د عامې روغتیا له ریاسته غواړي چې یا دې هماغه روغتيايي مرکز بېرته ور انتقال او یا دې نوی روغتون ورته فعال کړي.

د چارچینو ولسوالۍ د مرکز یوه اوسېدونکي قاري محب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په «اوشي» سیمه کې نږدې زر کورنۍ ژوند کوي او روغتيايي خدماتو ته هیڅ لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «کابو پنځه کاله پخوا زموږ سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه، له همدې امله په سیمه کې موجود روغتيايي مرکز د یخدان په نوم بلې سیمې ته چې لس کیلومتره فاصله سره لرو، انتقال شو.»

نوموړی زیاتوي، دوه کاله کېږي چې په هېواد کې جګړه ختمه شوې او په وینا يې، حکومت دې دوی ته یا هماغه خپل روغتون ورانتقال کړي او یا دې دوی ته بل روغتيايي مرکز فعال کړي.

د اوشي سیمې د کونج کلي اوسېدونکی محمدابراهیم وايي، دوی څو ځلې د عامې روغتيا له ریاسته غوښتي چې د دې سیمې خلکو ته روغتيايي خدمات ورسوي، خو په وینا يې، تر اوسه يې غوښتنه نه ده منل شوې.

د هغه په خبره، یخدان او اوشي ترمنځ نه یوازې ډېر واټن دی، بلکې لاره يې هم خرابه ده او ناروغان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.

د چارچینو ولسوال مولوي بشیر هم مني چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې روغتون نشته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ولسوالۍ په کچه د اوشي په نوم روغتیایي مرکز چې کلونه مخکې یخدان ته اړول شوی، بیاځلي نه دی فعال شوی.»

هغه زیاتوي، په اوشي سیمه کې له زرو ډېرې کورنۍ اوسېږي او اړتیا ده چې روغتیایي مرکز ورته فعال شي.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین هم وایي، د چارچینو ولسوالۍ د اوشي سیمې روغتیایي مرکز کلونه مخکې د جمهوریت پر مهال د جګړو له امله یخدان سیمې ته لېږدول شوی دی.

د یاد ریاست رییس ډاکټر محمدالله روحاني پژواک اژانس ته وویل، د ولسوالۍ اړوند CHC په نوم روغتیایي مرکز چې دا مهال په یخدان کې فعالیت لري، اوس په CHC پلس بدل شوی او جراحي خدمات په کې وړاندې کېږي.

د هغه په خبره، په یاده سیمه کې د یوه بل روغتیایي مرکز جوړېدو غوښتنه یې وزارت ته استولې او هغوی ورسره منلې، هیله شته چې ژر خلکو ته روغتيايي خدمات برابر شي.

په اروزګان کې دا مهال ۵۶ روغتیایي مرکزونه فعال دي او مسوولین ژمنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو سیمو لپاره روغتیايي خدمات برابر شي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.