ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Jun 2023 - 19:24
میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Jun 2023 - 19:24

میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

د امنيې قوندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه نن وروسته له غرمې د دغه ولایت اړوند د سره پله سیمه کې د فيلډر او سراچې موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچينه زياتوي، په پېښه کې یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

سرچينه کاږي، د پېښې ټپیان پر وخت روغتون ته رسول شوي، خو د ټپي شوې مېرمنې حالت نازک ښودل شوي دی.

د کابل - کندهار پر لویه لار د سړک خرابوالي او موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله په دې وروستیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.