ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ۱۹ نجونې د احاديثو له لويې دورې فارغې شوې

کابل کې ۱۹ نجونې د احاديثو له لويې دورې فارغې شوې

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): کابل کې د ديني زده کړو له يوې مدرسې ۱۹ نجونې تر اته کلن مزل وروسته د حديثو له لويې دورې فارغې او د فضليت پړوني ور په سر کړای شول.

د دغو نجونو د فراغت غونډه نن (یکشنبه) د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې ترسره شوه چې لسګونو ديني علماوو او د نجونو د کورنيو غړو په کې برخه اخیستې وه.

د فراغت‌غونډې په څنډه کې د «ام‌المومنین حفصه» ديني مدرسې مؤسس معراج محمد معراج پژواک خبري اژانس ته وویل چې يادو ۱۹ نجونو اته کاله دیني زده کړې کړي او د حديثو له لويې دورې فارغې شوې.

د ده په وينا، دغه مدرسه په ۱۳۸۹ کال په کابل کې جوړه شوې او د يادو ۱۹ نجونو په ګډون ۱۵۰ نجونې په لوړ ديني تعليم ترې فارغانې شوې دي.

هغه زياته کړه: «موږ په کابل او جلال‌اباد ښار کې پنځه څانګې لرو او دا مهال په کې ۲۰۰ هلکان او ۱۳۰۰ نجونې ديني زده کړې ترلاسه کوي.»

په دغو مراسمو کې ديني عالم مولوي حماد وویل: «علم اعزاز دی، علم د لوی عظيم الشان خدای له نومونو څخه دی او دا اعزاز هر چاته نه ورکول کيږي؛ دا خويندې او د هغوی د کورنیو لپاره دا ستر افتخار دی چې د الله ستر نعمت او نوم دوی ته ورکړل شوی او دوی ته عالمانې ويل کېږي.»

هغه زياته کړه، دا چې افغانستان له یوې سترې او ستړې مرحلې تېر شوی، نو اړينه ده چې ځوانان او پېغلې بايد په علم سمبال وي، هغه که ديني علم وي او که عصري؛ ځکه هر ډول پرمختګ په علم کېږي او د دنيا او اخرت د بریالیتوب لامل ګرځي.

حماد زياتوي: «د خويندو ستر او مهم مسووليت د کور د داخلي نظام جوړول دي، د اولاد سالمه او اسلامي تربيه ده؛ که زموږ د کور داخلي نظام سالم او په اسلامي اصولو برابر وي، هېڅکله مو ځوانان نه بې لارې کېږي او ټولنه د ګمراهۍ په لور نه ځي.»

نوموړي فارغ شويو خويندو ته په خطاب کې وويل: «دا چې تاسو ديني علم ترلاسه کړ، نو د نوي نسل اصلاح ستاسو کار دی، په اسلامي فکر او د حریت په فکر د ځوانانو روزل ستاسو مسوولیت دی.»

د يادولو ده چې څو نورو ديني عالمانو هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې، ویې ویل چې علم د الله تعالی ستر نعمت دی او هغه کسان او کورنۍ بايد پردې ووياړي چې کورنۍ يې د علم په ګاڼه سمبال ځوان ټولنې ته وړاندې کوي.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.