کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولى ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله.
دا لوبه چې نن (د غبرګولي ۱۴مه) د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، پچه یې سریلانکا وګټله او لومړی یې توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۳ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې محمدنبي او فریداحمد ملک دوه دوه، مجیبالرحمن او نوراحمد بیا د سریلانکا یو – یو لوبغاړي وسوځول.
بلخوا بیا د سریلانکا له خوا د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پیل ښه نه و، رحمانالله ګربز په ۱۲ توپونو یواځې دوه منډې وکړې، خو په دې لوبه کې حشمتالله شهیدي ۵۷، ابراهیم ځدراڼ ۵۴، رحمتشاه ۳۶ او عظمتالله بیا ۲۸ منډې وکړې.
دغهراز افغانستان ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو، په ۴۳م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یواځې ۱۹۱ منډې وکړې او د ۱۳۲ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
همدارنګه افغانستان د تېرې جمعې په ورځ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP