ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت خصوصي شرکتونو  سره د ۳۶۵میلیونه افغانیو په ارزښت د مخابراتي خدمتونوتړونونه لاسلیک کړل

د مخابراتو وزارت خصوصي شرکتونو سره د ۳۶۵میلیونه افغانیو په ارزښت د مخابراتي خدمتونوتړونونه لاسلیک کړل

author avatar
4 Jun 2023 - 17:48
د مخابراتو وزارت خصوصي شرکتونو  سره د ۳۶۵میلیونه افغانیو په ارزښت د مخابراتي خدمتونوتړونونه لاسلیک کړل
author avatar
4 Jun 2023 - 17:48

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌ الله حقاني په شتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ د ۳۶۵میلیونه افغانیو په ارزښت په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو تړونونه لاسلیک شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل ، اسلامي امارت د ملت خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو له هڅو قدرداني کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه پانګونه کوي.

د دغو تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ام ‌ټي‌ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې، چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

[/restrict]

Views: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.