Language

تالقان ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

تالقان (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو د پیل خبر ورکوي.

د هغوی په وینا، په دغو پروژو کې د ښار په منځ کې د پنځه زره متره مربع سړک ترميمول، د ترافيکي پېښو مخنيوي لپاره په سړکونو کې د موانعو جوړول او د ښار اړوند يوې څلورلارې رغول شامل دي چې عملي چارې يې پيل شوې دي.

د تالقان ښاروال قاري نقیب‌الله د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال وويل: «د ښار په منځ کې د سړکونو ترميمول او د ترافيکي پېښو مخنيوي لپاره په سړکونو کې د موانعو جوړول د دغې ادارې لومړیتوب دی چې د نږدې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت یې کار پیل شوی دی؛ همداراز د تالقان ښار اړوند بدخشان بندر کې هم د یوې څلورلارې (چوک) د نما جوړولو چارې پیل شوې چې د دغه ولایت د نفتي توکو شرکتونو اتحادیې له خوا د نږدې دوه میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.»

بلخوا، په تخار کې د نفتو او ګازو د شرکتونو اتحادیې مشر حفیظ‌الله لطیفي چې د ښار په یوه برخه کې د یوې نما جوړولو مسوولیت لري وايي: «د ښار په ابادۍ کې د ونډې اخیستلو لپاره مو پرېکړه وکړه څو د بدخشان بندر عمومي څلورلارې کې یوه نما جوړه کړو.»

د لطیفي په وینا، د یادې نما پر جوړولو نږدې دوه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د یادې اتحادیې له خوا ورکول کېږي.

په ورته وخت کې، د تالقان اوسېدونکي د یادو پروژو پر پیلېدو خوښي څرګندوي.

د تالقان ښار یو اوسېدونکی یاسین نوري وايي، د دغه ډول پروژو په پیلېدو سره پر دولت د خلکو باور زیاتېږي.

نوموړی ټینګار کوي چې خلک ټول‌ګټو او بنسټیزو کارونو ته اړتیا لري او حکومت باید په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تالقان ښاروالي په دې وروستیو کې د ښار د آبادي او ښکلا لپاره د څو پراختیایي پروژو چارې پیل کړې دي.