[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ناروې کډوالو شورا اعلان کړی چې له خپلو ښځینه کارکوونکو سره یې په افغانستان کې فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړي دي.
دې ادارې وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي وو چې څو میاشتې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت په غیردولتي ادارو او موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.
له یادې پرېکړې وروسته د ناروې کډوالو شورا ترڅنګ ګڼ نورو نړۍوالو موسسو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولوي وو.
د ناروې کډوالو شورا سکرټر جنرال یان اګلینډ د غبرګولي په ۱۵مه په یوه ټویټ کې دا تایید کړي چې د کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو زونونو کې یې خپل د بشري مرستو فعالیتونه له سره پیل کړي دي.
I am glad to confirm that we have been able to resume most of our humanitarian operations in Kandahar as well as a number of other regions in Afghanistan.
All our work is for women & men, girls & boys alike, & with equal participation of our female & male humanitarian colleagues
— Jan Egeland (@NRC_Egeland) June 5, 2023
ده زیاته کړې: «زموږ ټول کارونه د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره دي او دغه کارونه او فعالیتونه زموږ د ښځینه او نارینه همکارانو له خوا ترسره کېږي.»
د یادونې ده، یان اګلینډ لس ورځې مخکې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ځایي چارواکو سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې وې.
هغه په یوه مرکه کې په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ د اروپايي ټولنې له سفیرانو غوښتي وو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
هغه ویلي وو، په کندهار کې د اسلامي امارت له ځینو چاواکو سره په کتنو کې یې درک کړې ده چې په نږدې راتلونکې به د اسلامي امارت له لوري د یوې نوې کړنلارې په صادرېدو سره، په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو او کار لګول شوي بندیزونه لرې شي.
د ناورې د پناه غوښتنې شورا رییس یان اګلینډ زیاته کړې وه: «هغوی ما ته دوه خبرې وکړې، لومړی دا چې د یوه لارښود له لارې به د نجونو پر زدهکړو او بشري بنسټونو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لرې شي او دغه لارښود تقریباً پای ته رسېدلی نو هیلهمن یو چې دغه لارښود ډېر ژر وګورو، څو وکړای شو په ټول افغانستان کې له خپلو ښځينه همکارانو سره په ګډه خپل کارونه بېرته پېل کړو او نجونې وکړای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.»
[/restrict]
Views: 170
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن