[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ پر افغانستان د خبرو اترو لپاره د بریتانیا او متحده عربي اماراتو په سفر روان شوی دی.
ویسټ د غبرګولي په ۱۵مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه سفر به د روان زېږدیز کال د جون له پنځمې تر نهمې نېټې پورې وي.
https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1665707523112939521?s=20
هغه زیاته کړې چې د یادو هېوادونو له چارواکو سره به د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په دغه هېواد کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.
ویسټ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ تېره میاشت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډه کې ذ ګډون لپاره قطر ته هم تللی و.
له دې مخکې هم نوموړي یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو پر مهال د ځایي چارواکو ترڅنګ هلته له مېشتو افغان سیاسیونو، پخوانیو چارواکو، د ښځو استازو او مدني ټولنې غړو سره لیدلي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP