Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې وچکالي؛ ځیني کروندګر نه دي توانېدلي چې خپلې ځمکې وکري

بامیان (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله کروندګر نه دي توانېدلي چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې څه وکري او مسوولین باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند د «شبرتو» سیمې یوه اوسېدونکي محمدعالم پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېرو ۳۰ کلونو کې سږنۍ وچکالي بې‌سارې وه، یو شمېر خلک د اوبو کمښت له امله نه دي توانېدلي چې خپلو کرنیزو ځمکو کې کښت وکړي.»

د هغه په وینا، د یادې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي پر کرنې بوخت دي چې د ژوند ډېری لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

د بامیان د دغه اوسېدونکي په باور، که د وچکالۍ له امله کرنیزې ځمکې له حاصلاتو پاتې او د خړوبولو زمینه یې برابره نه شي، نو د سیمې خلک به په راتلونکي کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د اوبو کمښت ستونزه  یوازې په یاده سيمه کې نه ده، بلکې د بامیان ډېری اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د بامیان د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار په دې اړه وایي، په تېرو کلونو کې د پسرلي موسم په رسېدو سره ډېری ویالې له اوبو ډکېدلې او خلک به د اوبو له کمښت سره نه مخ کېدل.

خو هغه زیاته کړه چې په وروستیو دوو کلونو کې یاده ولسوالۍ کې د وچکالۍ کچه د پام وړ ډېره شوې او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبه نشته.

د هغه په وینا، د وچکالۍ ډېرېدل د کروندګرو ترمنځ د شخړو او جنجالونو رامنځته کېدو لامل هم شوی دی.

همداراز، د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی محرم علي وايي، د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د هغو چینو د اوبو له کمېدو هم اندېښمن دي چې دوی یې د څښاک لپاره کاروي.

د هغه په وینا، که وچکالي دوام وکړي، ډېری چینې به وچې شي چې په دغه حالت کې د سیمې خلک ان دا وس هم نه لري څو ځانته د څښاک اوبه برابرې کړي.

هغه له مسوولینو غواړي چې یادې برخې ته پاملرنه او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بل‌پلو، د بامیان د کرنې رییس ملا ګلاب‌الدین رب‌دوست وایي چې د اوبو کمښت د افغانستان په کچه یوه ستونزه ده او د بامیان خلک هم ورسره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، د بامیان د کرنې ریاست په ۱۴۰۲ کال کې پلان لري څو د کوچنیو بندونو، د کرنیزو کانالونو او په غرونو کې د اوبو ذخیره کولو ځایونو په جوړولو سره د اوبو سرچینې مدیریت کړي.

همداراز، د بامیان د کرنې رییس یادونه وکړه، د کرنې وزارت په روان کال کې پلان لري چې د دغه ولایت د کرنې برخې ودې او پرمختګ لپاره ۳۳۴ میلیون افغانۍ ولګوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.