کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، وسلهوالو کسانو د نایجریا په شماللویدیځ کې پر دوو کلیو د برید پایله کې ۲۴ کسان په ډزو وژلي او یو شمېر ماشومان یې تښتولي دي.
رویټرز خبري اژانس پرون (یکشنبه) ناوخته راپور ورکړی چې دغه پېښه د نایجریا په شماللویدیځ کې د زامفارای ایالت په جانباکو او ساکیدا کلیو کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، وسلهوالو کسانو څو ماشومان چې د نږدې کلي په یوه ځنګله کې یې لرګي راټولول، هم تښتولي دي.
دوو ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، وسلهوالو کسانو له کليوالو غوښتې وو چې پیسې ورکړي څو وکولای شي د خپلو کروندو بزګري وکړي؛ خو کليوالو دغه کار نه و کړی.
د زامفارای ایالت د پولیسو ویاند یزید ابوبکر ویلي، د وسلهوالو په دغه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او د هلکانو او نجونو په ګډون ۹ ماشومان تښتول شوي دي.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د یادو وسلهالو په برید کې له ۲۴ ډېر کسان وژل شوي او د یو شمېر کليوالو کورونه هم سوځول شوي دي.
د یاد برید انګېزه تر اوسه روښانه شوې نه ده.
د یادونې ده، نایجریا په لویدیځه افریقا کې د څه باندې ۲۲۰ میلیون وګړو په درلودو له کلونو راهیسې په کورنیو وسلهوالو نښتو کې ښکېل هېواد دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP