Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات مسوولین: پر پوله د ګزمې لپاره نظامي تېزرفتاره موټرونه ځای پرځای کوو

هرات (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د پولې ساتنې، له قاچاقبرو سره د مبارزې او د سرحد مېشتو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د چټکو ګزمو نظامي تېزرفتاره موټرونه ځای پر ځای کېږي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وایي، د ملي دفاع وزارت له خوا د نظامي تېزرفتاره وسایطو یو کاروان د هېواد لویدیځ زون کې ۲۰۷ الفاروق قول اردو ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل چې په دغه نظامي کاروان کې څلور سیمرغ لانډکروزر، ۳ هایلکس او یو بایفور شامل دي.

هغه زیاته کړه: «له دغو وسایطو به د پولې ساتنې، د قاچاقبرانو د مخنیوي په خاطر چټکو ګزمو او د سرحد مېشتو خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه کار واخیستل شي.»

د یادونې ده، په وروستیو ورځو کې د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې د افغان او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې وروسته د دواړو هېوادونو پولو ته څېرمه د نظامي مانورو راپورونه هم خپاره شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.