ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رسټورانټ ډوله موټر جوړونکی هراتی ځوان د خپلو نورو پلانونو عملي کولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي ‎

د رسټورانټ ډوله موټر جوړونکی هراتی ځوان د خپلو نورو پلانونو عملي کولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي ‎

author avatar
5 Jun 2023 - 14:29
د رسټورانټ ډوله موټر جوړونکی هراتی ځوان د خپلو نورو پلانونو عملي کولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي ‎
author avatar
5 Jun 2023 - 14:29

هرات (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): یو هراتی ځوان چې په دې وروستیو کې یې په خپل شخصي لګښت یو موټر د ګرځند رسټورانټ په ډول جوړ کړی وايي، که ملاتړ یې وشي نو کولی شي چې ښاري بسونه او مسافروړونکي ګړندي موټر هم په ځیرګ ډول جوړ کړي.

د رسټورانټ ډوله موټر جوړونکي مرتضی له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، له دغه موټر نه د رسټورانټ په توګه ګټه اخیستل کېږي چې د یوه رسټورانټ د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې په‌کې برابرې شوې دي.

هغه وویل، دغه موټر یې په شاوخوا شپږو میاشتو کې جوړ کړی او څه باندې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی چې له خپل جیبه یې پرې لګولې دي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه رسټورانټي موټر داسې جوړ شوی چې د یوه رسټورانټ ټول امکانات لکه انټرنېټ، وای‌فای، تشناب، د لاسونو مینځلو ځای او نور د اړتیا وړ وسایل په‌کې ځای ‌پرځای شوي دي.»

د هرات ولایت دغه اوسېدونکي چې خپل موټر یې د هرات «ترقي» پارک ته بیولی و، څرګنده کړه چې که دولت له ده او ټیم څخه یې ملاتړ وکړي، ډېر پلانونه لري چې عملي یې کړي.

هغه وویل: «موږ کولی شو ښاري بسونه او مسافروړونکي ګړندي موټر په بنسټیز ډول او د انټرنېټي او ای‌سي سیسټم په درلودو سره جوړ کړو څو هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»

په ورته مهال، د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې مسوولین د دغه ډول ځوانانو وړتیاوو د تطبیق او عملي کولو په برخه کې د پانګه‌والو او صنعت‌کارانو له لوري پر هراړخیز ملاتړ ټینګار کوي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم پژواک ته وویل، په هېواد کې کاري زمینې برابرې شوې او اوس د دې وخت رسېدلی چې پانګه‌وال او صنعت‌کاران هېواد ته راستانه شي، څو د ځوانانو پر وړتیاوو پانګونه وشي او هرڅه په هېواد کې دننه تولید شي.

د خام په وینا، له استعدادونو ملاتړ د دې لامل ګرځي چې هېواد له هر اړخه پر پښو ودرېږي او د هېواد پر ځان‌بسیاینه د ځوانانو او مسلکي کادرونو په هڅو او دغه‌راز پر وخت د حکومت په ملاتړ پورې تړاو لري.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وايي: «موږ د محرومو او نه پېژندل شوو کسانو او استعدادونو د معلومولو په هڅه کې یو، څو د حکومت په ملاتړ او خپلو نوښتونو سره تر دې پرمختللي وسایل جوړ کړي.»

د هغه په خبره، د یاد ولایت سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي څو له استعدادونو په ملاتړ سره د هرات لرغونی ښار خپل زرین دور ته راوګرځوي.

د یادونې ده، د ګرځنده رسټورانټ په بڼه د یاد موټر جوړونکي ځوان ترڅنګ، ځینو نورو هراتي ځونانو هم د «لېموزین» په بڼه یو ګړندی شپږ دروازه‌يي موټر جوړ کړی چې تېره اونۍ نندارې ته وړاندې او په ازمایښتي توګه د هرات ښار پر واټونو وګرځول شو.

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.