ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

د لوګر په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

author avatar
5 Jun 2023 - 14:40
د لوګر په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه
author avatar
5 Jun 2023 - 14:40

پل علم (پژواک، ١٥ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سرشمېرنه له مرکز پل علم څخه پيل شوې چې په یوه میاشت کې به په ټولو ولسوالیو کې هم بشپړه شي.

عرب زیاته کړه، په دغه سرشمېرنه کې ۳۴۵ دولتي او خصوصي ښوونځي شامل دي.

هغه وویل: «په لوګر ولایت کې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو سرشمېرنه پيل شوه چې یوه میاشت به دوام وکړي او موخه یې هم په ښوونځيو کې د خیالي زده‌کوونکو په ډاګه کول او د زده‌کوونکو کره شمېرې معلومول دي.»

نوموړی زیاتوي، د زده‌کوونکو له سرشمېرنې وروسته به د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو سرشمېرنه پیل شي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د پوهنې وزارت له لوري د پيل شوې سرشمېرنې هرکلی او ملاتړ کوي.

د مرکز پل علم يوه اوسېدونکي عبدالقیوم پژواک ته وویل، یادې پروسې په بشپړېدو سره به د زده‌کوونکو کره شمېر په ډاګه شي او خیالي زده‌کوونکي به له لیست څخه و ایستل شي.

نوموړي پر حکومت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت غږ وکړ چې د هېواد د نجونو د لیک لوست پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي او له شپږم پورته ټولګیو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه هم ورکړي.

دغه‌راز د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي روح‌الله بهیر پژواک ته وویل چې د یاد ولايت زده‌کوونکي د ښوونځيو ودانيو، مسلکي ښوونکو او کتابونو په برخه کې ستونزې لري.

هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د زده‌کوونکو دغه اساسي ستونزې حل کړي څو په ښه توګه زده‌کړې وکړي.

د مخکیني حکومت د سروې له مخې، په لوګر ولايت کې ١٥٠ زره زده‌کوونکو زده‌کړې کولې چې ۴٠ زره يې نجونې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.