ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګ خلک: ناچاوده توکي لا هم زموږ ژوند ګواښي

د میدان وردګ خلک: ناچاوده توکي لا هم زموږ ژوند ګواښي

author avatar
6 Jun 2023 - 15:18
د میدان وردګ خلک: ناچاوده توکي لا هم زموږ ژوند ګواښي
author avatar
6 Jun 2023 - 15:18

میدان‌ښار(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي له تېرو جګړو څخه د پاتې شوو ناچاوده توکو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، دغه توکي د خلکو په تېره بیا د ماشومانو ژوند ته یو ګواښ دی.

د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د للندر کلي اوسېدونکي رحیم‌جان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې سیمې په ډېری کرنیزو ځمکو او لارو کې له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي شته چې وخت ناوخته د دوی د ماشومانو ژوند اخلي.

هغه زیاته کړه: «باید دغه ناچاوده توکي چې پخوا دلته پاتې دي پاک شي؛ ځکه موږ په ارام زړه هغو ساحو کې چې پخوا پوستې وې نه شو ګرځېدلای.»

د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ د هفت آسیاب سیمې اوسېدونکي عبدالرحیم وویل، پخوا د کابل–کندهار لویه‌لار د جګړې کرښه وه او له هر ډول وسلو او جنګي مهماتو استفاده کېدله.

هغه زیاته کړه چې پخوا به د جګړې له امله د سړک پر شاوخوا کرنیزو ځمکو کرکیله نه کېده او اوس چې جګړه ختمه شوې، نو خلک د ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي.

نوموړي وویل، له جګړې وروسته د ناچاودو مرميو د چاودنې له امله څو ماشومانو ژوند بایللی او خلک يې اندېښمن کړي دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې سیمې ته د ماین‌پاکۍ ټیمونه واستوي او لومړی دې ګڼ‌مېشتې سیمې پاکې کړي.

د یاد ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی خرم‌دل بیا وايي، سره له دې چې د ماین‌پاکۍ مختلف ټیمونه په ساحو کې کار کوي، خو بیا هم ناچاوده توکي د ماشومانو ژوند اخلي.

هغه وویل: «دلته ناچاوده توکي د جنګ له دواړو خواو زیات پاتې دي؛ ځکه ډېر وخت کېږي چې د پاکولو کار یې روان دی خو لاهم شته.»

بلخوا ولایتي مسوولین بیا وايي چې دوی په دې برخه کې د ماین‌پاکۍ له ټیمونو سره ناستې ترسره کړې دي او هڅه یې دا ده چې د ولایت ټولې سیمې له ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.

د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل، د حکومت له خوا د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ناچاوده توکو له منځه وړلو په موخه مسلکي کسان ګومارل شوي، خو دوی بیا هم هڅه کوي چې دې برخې ته د ماین پاکۍ ټیمونو پاملرنه ډېره کړي.

هغه وویل:« په دې برخه کې مو هڅې روانې دي، هغه سیمو ته د ماین‌پاکۍ د ټیمونو پام واړو چې پخوا پکې جنګونه تېر شوي دي.»

د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ د ویاند یوسف اسرار له قوله چې په تېره مې میاشت کې د ولایت په کچه د ناچاوده توکو چاودنې څلور پېښې رامنځته شوې وې چې له امله یې د یوې نجلۍ په ګډون ۵ ماشومان مړه او ۴ کسان ټپیان شوي وو.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.