ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍوال بانک: دوامداره اقتصادي بحران د افغانستان وده او پرمختګ ټکني کړي

نړۍوال بانک: دوامداره اقتصادي بحران د افغانستان وده او پرمختګ ټکني کړي

author avatar
7 Jun 2023 - 01:09
نړۍوال بانک: دوامداره اقتصادي بحران د افغانستان وده او پرمختګ ټکني کړي
author avatar
7 Jun 2023 - 01:09

 

اټلانټا (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): نړۍوال بانک وايي، د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان له اقتصادي پلوه لوی زیان ګاللی او دوامدار بحران د دغه هېواد وده او پرمختګ ټکني کړي دي.

دغه بانک د غبرګولي په ۱۶مه په خپل تازه راپور کې د خوړو نړۍوال پروګرام په حواله ویلي، په افغانستان کې بېوزلي حاکمه ده او د ناکافي عوایدو له امله د دغه هېواد ۹۲ سلنه خلکو ته بشپړ خواړه نه رسېږي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د جولاۍ میاشتې په پرتله د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د لګښتونو [توکیو] د بیو کچه له دوو عددونو ۱.۹ ته راټیټه شوې ده.

نړۍوال بانک وايي، په ساړه ژمي کې په دغه هېواد کې د عوایدو فرصتونه کمزوري شوي چې د کرنې، بیارغونې او نورو برخو د فعالیتونو د شاتګ لامل شوي، خو ویلي یې دي، تمه ده د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته، په راروانو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده مثبته شي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۱ دا ګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې رامنځته شو او له هغه وروسته له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې او په اقتصادي کړکېچ کې ګېر شوی. دغه هېواد پر بهرنیو مرستو تکیه و.

د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا اقتصادي بندیزونو او پرله‌پسې وچکالیو د افغانستان اقتصادي بحران نور هم ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو تنظیموونکې ادارې ویلي، په روان کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو شمېرو پر اساس، د افغانستان ۹۰ سلنه نفوس له فقر سره لاس او ګرېوان دی چې ماشومان په کې ډېر زیانمن دي.

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق [یونیسف] وايي، اټکل کېږي په روان کال کې به ۲.۳ میلیون ماشومان د سوء تغذي له جدي ناروغۍ سره مخ شي او له دې ډلې به ۸۷۵ زره یې درملنې ته اړتیا ولري.

یونیسف تازه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر مارچ پورې په جدي خوارځواکۍ [سوء تغذي] اخته ۱۴۰ زره ماشومان درمل شوي دي. دغه سازمان وايي چې د دې ډول ماشومانو درملنې لپاره اړتیاوې ورځې تر بلې زیاتېږي.

[/restrict]

Views: 193

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.