ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښې؛ ۲۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښې؛ ۲۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

author avatar
7 Jun 2023 - 21:53
سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښې؛ ۲۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي
author avatar
7 Jun 2023 - 21:53

[restrict paid=”true”]

سرپل، بامیان (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په سرپل او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د سرپل ولایت مقام له خوا د غبرګولي په ۱۷مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د صیاد ولسوالۍ د علتو او خواجه یګانه کلیو ترمنځ د سپرلیو یو فلاینکوچ موټر نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه اته ماشومان، ۱۲ ښځې او څلور سړي مړه شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، په بامیان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د بامیان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک ته وویل چې دا پېښه په پنجاب ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یو فلاینکوچ موټر له سړکه لاندې غورځېدلی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د یو شمېر روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

[/restrict]

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.