اټلانټا (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر عمران خان له تحریک انصاف ګوند څخه جلا شوو سیاستوالو د «استحکام پاکستان» په نوم د نوي ګوند جوړولو اعلان وکړ.
تېره میاشت د پولیسو له خوا په یوه قضیه کې د عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان د پوځ پر مرکزونو بریدونه وکړل او د یو شمېر پوځیانو څلي یې ونړول چې دغه کار د پوځ غوسه وپاروله او د عمران خان زرګونه پلویان ونیول شول او ګڼ شمېر مهم غړي یې له ګونده جلا شول.
د تحریک انصاف له ګونده جلا شوو کسانو په لاهور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «استحکام پاکستان» په نوم د یوه جلا سیاسي ګوند جوړولو اعلان وکړ.
د دغه نوي ګوند مشري د پاکستان مشهور سیاستوال جهانګیر ترین کوي او د عمران خان د وخت د حکومت د کابینې غړي، د ملي شورا او ولایتي شورا لسګونه وکیلان یې غړیتوب لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP