جلالاباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې يو ماشوم د کابل سيند ته لوېدلی او مړ شوی دی.
دغه ماشوم د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له سیند څخه را ايستل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صدیقالله قريشي بدلون نن د غبرګولي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، د لعلپورې ولسوالۍ امنیتي مسوولينو د یوه ۱۴کلن ماشوم مړی د کابل سيند کې موندلی دی.
هغه زياته کړه، یاد ماشوم د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او په همدې ولسوالۍ کې سيند وړی و چې بيا يې مړی په لعلپورې ولسوالۍ کې پيدا شوی دی.
د ماشوم مړی نن سهار خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP