ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

author avatar
8 Jun 2023 - 16:42
له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
author avatar
8 Jun 2023 - 16:42

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۳۰۵۵ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ۲۵۰۵ افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت زیاتوي، د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۵۲۷ کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM)  ته ورپېژندل شوي دي.

دغه‌راز یاد وزارت په یو بل ټویټ کې ویلي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۵۵۰ افغان کډوال له پاکستان څخه د غبرګولي په ۱۶مه او ۱۷مه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د یادو کسانو له ډلې ۴۵ یې په اجباري ډول او پاتې نور یې بیا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي چې د مرستو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.

همداراز د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي وو، په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.