دویم تعقیب، فیضاباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان ځايي سرچینې تاییدوي چې په دغه ولایت کې د نننۍ چاونې له امله د بغلان مخکېني امنیه قوماندان مولوي صفيالله صمیم ژوند بایللی دی.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې په فیضاباد ښار کې د بدخشان ولایت مقام د مرستیال او سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشوه.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي د پېښې پخلی کوي او وايي، د دغې چاودنې له امله مولوي صفيالله صمیم هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې په دې چاودنه کې نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو په اړه یې معلومات ورنهکړل.
د یادونې ده، د بدخشان ولایت د مقام سرپرست او مرستیال مولوي نثاراحمد احمدي دوه ورځې وړاندې په فیضاباد ښار کې په موټربم چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ او نن یې د فیضاباد ښار په نبوي جومات کې د فاتحې مراسم وو.
په دې اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.
Views: 520
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن