فراه ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ١٤٠٢): د فراه مسوولین وايي، د ٤٠ ميليون افغانيو په لګښت د دغه ولايت مرکز ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې.
د فراه د مخابراتو رييس عبدالمجيد ابوذر پژواک اژانس ته وويل چې نن د دغه ولایت له فراهرود ولسوالۍ څخه فراه ښار ته د نوري فایبر د مزي غځولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې پر یادې پروژې ٤٠ ميليون افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په وينا، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د فراه ښار هر کور ارزانه مخابراتي خدماتو ته لاسرسى ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP