Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د نن چاودنې ۱۳ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي

بدخشان کې د نن چاودنې ۱۳ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي

author avatar
8 Jun 2023 - 12:04
بدخشان کې د نن چاودنې ۱۳ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي
author avatar
8 Jun 2023 - 12:04

څلورم تعقیب، فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان مسوولین وايي، په دغه ولایت کې کې د نننۍ چاودنې له امله کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.

دغه چاودنه نن (پنجشنبه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د فیض‌اباد ښار د نوي ښار د لومړۍ حصې اړوند په نبوي جومات کې د بدخشان ولایت مقام د مرستیال او سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشوه.

نوموړی دوه ورځې وړاندې په فیض‌اباد ښار کې په موټربم چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ او نن یې د فیض‌اباد ښار په نبوي جومات کې د فاتحې مراسم وو.‎

د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس معزالدين احمدزي وايي: «نن له غرمې مخکې د بدخشان خلک د بدخشان مقام د پخواني مرستیال او سرپرست د فاتحې مراسمو ته راټول شوي وو چې ناڅاپه د پروګرام په وروستيو کې چاودنه وشوه چې د ۱۳ متنفذينو، ديني عالمانو او شريفو خلکو د شهادت لامل شو.»

ده زياته کړه، د پېښې ټپيان له ۳۰ ډېر کسان دي چې د بدخشان دولتي روغتون، د فیض‌اباد خصوصي روغتونونو او ځينې نور د ملي اردو د الوتکو له لارې د کابل ۴۰۰ بستر روغتون ته انتقال شول چې روغتيايي حالت يې ښه دی، خو وينې ته اړتيا لري.

نوموړي د پېښې نوعيت انتحاري وباله چې د بغلان مخکينی امنیه قومندان مولوي صفي الله صميم يې هدف و چې نوموړي په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ويلي و چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، په یاده پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي چې کره جزئیات به یې وروسته شریک شي.

دغه وزارت یاده پېښه غندي او د داسې پېښو د عاملینو د ځپلو او نابودولو لړۍ پر عملي داوم ټينګار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.