کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې خپل تخنیکي ټیم بېرته کابل کې خپل سفارت ته استولی او اوس د دوی ډېر تمرکز د افغانانو پر ملاتړ او تاریخي اړیکو دی.
ځینو هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر تېره ورځ په نوي ډیلي کې یوې غونډې ته ویلي چې یوه تخنیکي ډله یې کابل ته استولې ده.
هغه ویلي، د یاد ټیم دنده دا ده چې په افغانستان کې حالات وڅاري او وګوري چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شي.
د نوموړي په خبره: «په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی.»
سرچینې د جی شنکر له قوله لیکلي: «د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل چې د امنیت په اړه یې اندېښنه لرله او دغه کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې خپل تخنیکي ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، دوی له څه مودې راهیسې هلته دي.»
هغه زیاتوي، د یاد ټیم دنده دا ده چې په افغانستان کې حالات له نږدې وارزوي او وګوري چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شي چې هغوی ورته اړتیا لري.
دغهراز سرچینې زیاته کړې چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر تېره ورځ د ډیلي په لوېدیځ کې له یو شمېر افغان سېکانو سره هم کتلي دي.
هغه په دې لیدنه کې ویلي، افغانانو ته د «مولټيپل» ویزو (هغه ویزې چې په وسیله یې څو ځلې یوه هېواد ته تګ راتګ کېدی شي) له لارې زمینه برابره شوې چې خپل هېواد ته لاړ شي او خپل جایدادونه ترلاسه کړي.
د یادونې ده، په تېره مارچ میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وياند اریندام باګچي ویلي وو چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه د هند په دریځ کې هېڅ بدلون نهدی راغلی.
Views: 246
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن