ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵ ډېر ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵ ډېر ټپیان وو

author avatar
10 Jun 2023 - 18:57
تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵ ډېر ټپیان وو
author avatar
10 Jun 2023 - 18:57

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ، ملګرو ملتونو د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درېدو اندېښنه وښوده، نوي ډیلي خپله تخنیکي ډله بېرته کابل کې خپل سفارت ته واستوله او یوه بریتانوي بنسټ وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی دی.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • ملګرو ملتونو د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درېدو اندېښنه وښوده.
  • ټام ویسټ د عربي متحده اماراتو او بریتانیا له چارواکو سره د افغانستان پر مسایلو غږېدلی.
  • مجاهد د ویسټ سفر په اړه وایي، د افغانستان پر وړاندې د فشار له وسیلو کار اخیستنه ګټوره نه ده، دغه سفرونه باید له افغانستان سره د همکارۍ په موخه وي.
  • نوي ډيلي خپل تخنیکي ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی.
  • چین: ټیکاو ته د افغانستان د رسېدو لپاره هڅې کوو.
  • بلینکن: د اړتیا پر مهال افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړو لپاره اقدام کوو.
  • مجاهد: داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د له منځه تلو په حال کې دی.
  • بریتانوي څېړنیز بنسټ: په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول او هلمند کې له ۹۹ سلنې ډېر کم شوی.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵ ډېر ټپیان وو.

د بدخشان ولایت چارواکي وایي، تېره اونۍ د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د یاد ولایت د سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي پر موټر، موټربم بريد وشو چې په پایله کې يې د بریدګر په ګډون احمدي او د هغه موټرچلوونکي ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور کسان ټپيان شول.

له ياد بريد دوه ورځې وروسته د مولوي احمدي د فاتحې مراسمو کې چاودنه وشوه چې د چارواکو په وینا، له امله یې د بغلان د پخواني امنیه قوماندان مولوي صفی‌‎الله صمیم په ګډون  ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او له دېرشو ډېر ټپیان شول.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په فارياب کې درې کسان، پروان کې يو ماشوم، بغلان کې د جودو ملي لوبډلې يو لوبغاړی او نورستان کې يو سندرغاړی او د هغه ورور وژلي او په فاریاب کې د دوو ښځو مړي موندل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، زابل کې یوه سپین‌ږیري خپل زوی د ښکاري ټوپک په ډز وژلی، فاریاب کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او په همدغه ولایت کې یو بل کس هم وژل شوی او په سمنګان کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار او مور له لوري زندۍ او وژل‌ شوې ده. امنیتي چارواکي وایي، غزني کې د ماین په چاودنه کې هم یو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي وو او تر ۱۱ ډېر ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت احتمالي درېدو په اړه اندېښنې

تېره اونۍ، دغه اندېښنې وروسته له هغه راولاړې شوې چې له تېرې ورځې راهیسې په دې اړه د یو ناپېژانده کس غږ په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شو.

یاد کس چې ظاهراً یې خبرې د یوه چارواکي په څېر دي، نورو ته په خطاب کې وایي، هغه بهرنۍ موسسې دې یوه میاشت کې خپل فعالیت ودروي چې د زده‎کړو برخه کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د پوهنې برخه کې د بهرنیو موسسو د فعالیت پر احتمالي بندیز اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به افغانستان نور هم شا ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زده‌کړو په برخه کې د نادولتي سازمانونو د فعالیت له احتمالي درېدو اندېښنه څرګنده کړې او وايي، که د دغو سازمانونو فعالیت ودرول شي، د ۳۰۰ زره نجونو په ګډون به څه باندې ۵۰۰ زره افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پژواک ته ویلي: «معارف وزارت په دې مورد باندې معلومات لري، موږ ته یې معلومات نه دي رسېدلي، بیا هم که پلټنه وشي او معلومات راورسېدل بیا به یې له تاسو سره شریک کړو.»

د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رییسانو د اسلامي امارت له مشر مولوي هبة‌الله اخندزاده سره کتلي دي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په دې ناسته کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا او د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار شوی دی.

دغه کتنه داسې مهال شوې چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او له دې وروسته پوهنتونونه تر دویم امر پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ تېره اونۍ په کندهار کې له ځایي مشرانو سره له لیدنې وروسته وویل چې سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې دي.

د امریکا د ځانګړي استازي سفرونه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د غبرګولي په ۱۵مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر افغانستان د خبرو اترو لپاره د بریتانیا او متحده عربي اماراتو په سفر روان شوی او ويلي يې دي چې د یادو هېوادونو له چارواکو سره   یې د افغانستان د وروستیو حالاتو او په دغه هېواد کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد بيا د افغانانو په داخلي چارو کې لاس‌وهنه او د افغانستان پر وړاندې د فشار له وسیلو کار اخیستنه ګټوره نه ګڼي، خو وایي، دغه سفرونه باید له افغانستان سره د همکارۍ په موخه وي.

په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت د روسیې ټينګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي ‌لاوروف یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت پر رسميت پېژندل د یوه ټول‌ګډون حکومت په جوړولو پورې مشروط وبلل او ويې ویل: «په دغو ژمنو کې د سیاسي او قومي متوازن حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد لا جدي مبارزه او د تاجکانو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي بشري حقونو تضمین شامل دي.»

خو اسلامي امارت وایي چې حکومت یې ټول‌ګډون دی او د «اسلامي شریعت» پر اساس د افغانانو اساسي بشري حقونو ته درناوی لري. د اسلامي امارت چارواکي وایي، د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

له افغانستان سره د هند او چین اړیکې

نوي ډهلي خپل تخنیکي ټیم بېرته کابل کې خپل سفارت ته استولی او وايي چې اوس د دوی ډېر تمرکز د افغانانو پر ملاتړ او تاریخي اړیکو دی.

دغه راز د چین دفاع وزیر لي شنانګفو وايي چې هېواد يې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس‌وهنې پرته په دغه هېواد کې د ګډوډۍ د پای او ټیکاو ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د داعش او القاعده ډلې په اړه اندېښنې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د «داعش ماتولو لپاره د نړۍوال ایتلاف» د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه ناسته کې وویل، د اړتیا پر مهال به په افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړو لپاره نېغ په نېغه اقدام وکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي چې داعش ډله په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له خوا ځپل شوې او د منځه تللو په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په داسې یو حالت او امنیت کې چې د افغانستان خلکو په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه دی تجربه کړی، ښکاره ده چې دا د افغانستان پر ضد ښکاره تبلیغات دي او موږ شک لرو چې امریکا په خپله غواړي د افغانستان وضعیت ګډوډ وښيي او ذهنیتونه خراب کړي چې دا ډول پروپاګند د هیڅ طرف په ګټه نه دي.»

د کوکنارو د کښت کمېدل

د السیس «Alcis» په نوم یو بریتانوي څېړنیز بنسټ وایي، د سټلایټ (سپوږمکۍ) انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی او يوازې په هلمند کې د تریاکو کښت تر ۹۹ سلنې ډېر کم شوی دی.

سرچينه زياتوي، دغه کمښت وروسته له هغه رامنځته شو چې د اسلامي امارت مشر د نشه‌یي توکو پر کښت بندیز اعلان کړ.

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده تېر کال د وري میاشتې په ۱۴مه د یوه فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر کرکیلې، تولید، پېر او پلور بندیز ولګاوه.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.