کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله له بنګلهدېش سره د ټسټلوبې ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه ټسټلوبه د روانې جون میاشتې په ۱۴مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې به دوام ولري.
دغه سيالي د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکه په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې د ټسټ سيالۍ ترسره کولو په موخه له سريلانکا څخه دغه هېواد ته تللې ده.
همدارنګه کرکټ بورډ د دې لوبې لپاره د غبرګولي په ۱۷مه د لوبغاړو نوملړهم اعلان کړى دى.
په دې لوبډله کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، افسر خان ځاځی (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي.
دغه راز په یاد نوملړ کې بیا ضیاءالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شیرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخيستل شوي دي.
د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته له سفر مخکې د روانې جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټو له سریلانکا سره درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې دوه یې سریلانکا او یوه افغانستان وګټله.
Views: 130
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن