ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنول کېږي

د غزني ښار ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنول کېږي

author avatar
11 Jun 2023 - 17:23
د غزني ښار ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنول کېږي
author avatar
11 Jun 2023 - 17:23

غزني ښار (پژواک، ۲١ غبرګولی ۱۴۰۲): په غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله له بېلابېلو سیمو ګڼ ‌شمېر کورنۍ د دغه ولایت مرکز ته ورکډه شوې او اوس هڅه کوي څو یادې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې کړي.

د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالۍ برخې مسوول درمحمد کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوی سره په ډېټابس کې شاوخوا ۲۴ زره داخلي بېځایه شوي ثبت او راجستر دي چې د تېرو شلو کلونو جګړو او ناخوالو له امله بېځایه شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د سروې له مخ، د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره زرګونو کورنیو چمتووالی ښودلی چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

هغه وویل، دوی هڅه کوي د مرستندویه مؤسسو مرستې راجلب کړي او یادې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سیمو ته واستوي.

د هغه په وینا: «پلان داسې دی چې په لومړي قدم کې ۴۳۴۲ کورنۍ غواړي خپلو سیمو ته ستنې شي چې په دې کې یو شمېر مرستندویه مؤسساتو او سکټوري ریاستونو ډاډ ورکړی چې د هغوی په ستنېدو کې به خپلې مرستې ونه سپموي.»

کاکړ دغه راز وویل چې د یادو کورنیو بېرته ستنولو لپاره به لومړنۍ مرستې لکه ټرانسپورټېشن او نورې ورته برابرې شي او له هغو کسانو سره هم مرسته کېږي چې کورونه یې له منځه تللي یا خوراکي توکي نه ‌لري.

دغه راز بېځایه شوې کورنۍ هم خپلو سیمو ته په بېرته ستنېدو خوښي څرګندوي.

د یو شمېر یادو کورنیو غړي وايي چې په جګړو کې یې کورونه ویجاړ شوي، خو که بیا هم په بېرته ستنېدو کې مرسته ورسره کېږي، دوی چمتو دي ولاړ شي.

د یادو بېځایه شوو له ډلې مولوداحمد پژواک ته وویل: «زه د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکی یم، کله چې د طالبانو او او تېر حکومت ترمنځ جګړه پیل شوه، نو موږ مجبور شوو له خپلو اولادونو سره ډک کورونه پرېږدو او نورو ځایونه ته کډه شو، اوس غزني ښار کې په یوه کرایي کور کې اوسېږو، ډېر ناچاره یو، حکومت دې مرسته راسره وکړي.»

یوه بله بېځایه شوې کونډه ۴۵ کلنې ملالې پژواک ته په خبرو کې وویل: «پنځه کاله مخکې د اندړو له ولسوالۍ د جګړو له کبله مو کډه رابار کړه او غزني ښار کې مېشت شوو، خو اوس چې هېواد ته امن راغلی، ټک او ټوک ورک شوی، جنګونه نشته، مسلمانان په کراره شوي، نو موږ هم غواړو بېرته خپل کلي ته ستانه شو، څو هلته په خپلو ځمکو باندې یو څه وکرو او خپله ورځنۍ ګوزاره ورباندې وکړو.»

د یادونې ده، غزني ښار ته راکډه شوې یادې کورنۍ ډېرې یې د غزني د اندړو، قره‌باغ، اب‌بند، مقر، ګیلان، جاغوري، واغظ او جغتو ولسوالیو او دغه راز د اروزګان او میدان‌وردګو ولایتونو دي.

Views: 77

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.