ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې د باران او توپان له امله ۲۸ کسان مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شوي

خیبر پښتونخوا کې د باران او توپان له امله ۲۸ کسان مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شوي

author avatar
11 Jun 2023 - 01:12
خیبر پښتونخوا کې د باران او توپان له امله ۲۸ کسان مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شوي
author avatar
11 Jun 2023 - 01:12

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سخت توپان او باران له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.

پاکستاني رسنیو د غبرګولي په ۲۰مه خبر ورکړی چې سخت توپان او باران د خیبر پښتونخوا په بنو، لکي‌مروت، دېره اسماعیل خان او لکي مروت سیمې سخت ځپلې دي.

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) په یوه ټویټ کې لیکلي، د دوی لسګونه د ژغورنې کسان سیمو ته لېږل شوي او له خلکو سره یې مرستې پیل کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، تر اوسه یوازې په بنو کې ۲۰ کسان، لکي‌مروت کې ۳، کرک کې ۴ او دیره اسماعیل خان کې یو کس مړه شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې په دغو سیمو کې ۱۱۵ نور کسان ژوبل شوي چې روغتونونو ته وړل شوي دي.

[/restrict]

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.