Language

ملا منصور: بهر کې افغان متشبثین او سوداګر دې د برېښنا برخه کې پانګونه وکړي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په یو شمېر هېوادونو کې له مېشتو افغان متشبثینو او سوداکرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د برېښنا برخه کې پانګونه وکړي.

د باختر اژانس د خبرې له مخې، ملا منصور دا لیدنې په متحده عربي اماراتو کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې په عربي متحده اماراتو کې د انرژۍ سلاکار انجنیر حمیدالله صدیقي، په امریکا کې د اسلامي تعلیماتو استاد ډاکټر محمد داوود نسیمي، په ترکیه کې د اقتصاد استاد ډاکټر محراب‌الدین حمیدي او یو شمېر نورو متشبثینو او ملي سوداګرو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر له هغوی سره په هېواد کې د برېښنا په پروژو کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې یو شمېر ملي سوداګرو د انرژۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او هېواد ته یې د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د یادو سوداګرو د احساس ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې په هېواد کې د انرژۍ پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر یادو سوداګرو ته د وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې طرحې او لارې چارې دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریک کړي.

[/restrict]