کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ترافيک پوليسو عمومي رياست وايي، د ښي لاس یو کیلي موټرو د ثبت درې مياشتنۍ پروسه پای ته رسېدلې، له ثبتپاتې موټرو سره به له تګلارې سره سم چلند کېږي، خو د بیا تمدید لپاره يې هم هڅې روانې دي.
د ترافيکو عمومي رییس پاسوال حسیبالله مختار د ۱۴۰۱ د کب په ۲۱مه، کابل کې ویلي وو چې د ښي لاس موټر په هېواد کې د ترافيکي بېنظميو، عامه نظم ګډوډولو او جنايي جرمونو لامل شوي وو، نو ځکه یاد رياست د دغو ستونزو د حل لپاره دغو موټرو ته درې کلن موقت اسناد ورکوي او د اسنادو د ورکړې پروسه به درې مياشتې دوام وکړي.
مختار هغه مهال له خلکو غوښتي وو چې د ترافیکو عمومي ریاست له ټولو مرکزونو څخه فورم واخلي او تر درېيو مياشتو خپل بېاسناده موټرونه په حضوري او انلاین ډول ثبت کړي او له دې پرته به تر ټاکلې نېټې وروسته دغه ډول موټرونه ضبط شي.
د ترافيک پوليسو عمومي ریاست نن پر خپل ټویټر د يوې خبرتيا په خپرولو سره ويلي چې تېره ورځ د ښي لاس یو کیلي موټرو (پاکستان لاس) د ثبت پروسې درې میاشتې پوره شوې او د دغې پروسې وخت پای ته ورسېد.
سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته زياتوي: «د ښي لاس یو کیلي وسایطو مالکین دې خبر وي او له ثبت پاتې وسایطو سره به د طرزالعمل مطابق چلند کېږي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د زیات شمېر دغه ډول موټرو د نه ثبتېدو له امله د ثبت د یادې پروسې د بیا تمدید لپاره هم هڅې روانې دي، خو د دغې پروسې بیا تمدید به وروستی چانس وي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې په دې موده کې څومره دغه ډول موټر ثبت شوي دي.
Views: 879
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن