ابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د هواپېژندنې اداره د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له تالندې او برېښنا سره مل د شدید اورښت او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکوي.
د یادې ادارې له لوري نن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غبرګولي په ۲۲ او ۲۳مه په پلازمېنې او ۱۱ ولایتونو کې له تالندې او برېښنا سره مل د شدید باران، تېز باد او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.
د سرچینې له قوله، د سالنګونو په ګډون بدخشان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشېر هغه ولایتونه دي چې د اورښت اټکل پکې شوی دی.
د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په مختلفو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو پورې وړاندوینه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP