کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.
د ملېټري ډاډ کام (Military.com) وېبپاڼې راپور ورکړی چې د دغه تړون غځول تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانانو د تخلیې له ایتلاف یا ایواک (AfghanEvac) موسسې سره لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، افغان ایواک یوه غیردولتي موسسه ده او په سلګونو نورې غیردولتي ډلې – چې له افغانستان څخه د امریکا د سیمهییزو همکارانو په ایستلو کې یې مرسته کړې – په دغه چوکاټ کې فعالیت کوي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د یاد تړون د تمدید پر مهال ویلي، د امریکا حکومت په دغه هېواد کې د افغانانو بیا مېشت کېدو ته ژمن دی.
بلینکن ویلي: «کله چې ولسمشر بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالتونه به د افغان همکارانو بیا مېشت کېدل او ځای بدلولو ته دوام ورکوي؛ ما دا اراده کړې چې دا ژمنه به پر ځای کوم او موږ به دا چاره په ګډه ترسره کوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، امریکا په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له سیاسي تحول وروسته له افغانستان څخه ۲۴ زره افغانان لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په وار، وار ویلي چې عمومي بښنه یې اعلان کړې، په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او بهر ته تللي افغانان دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
Views: 335
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن