شبرغان (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه ۲۳ کلن ځوان د وژلو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د شبرغان ښار اړوند په شوبي افغانیه کلې کې ۲۳ جنتګل د نامعلومو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د هغه په خبره، لومړنۍ څېړنې ښیي چې جنتګل د شخصي دُښمنۍ له امله وژل شوی او قاتلین له سیمې تښتېدلي دي.
سرچینې زیاته کړه، پولیس هڅه کوي چې قاتلین ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP