[restrict paid=”true”]
قلعهنو، لښکرګاه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د مدرسې یوه زدهکوونکي ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ له خوا د غبرګولي په ۲۳مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن مازدیګر د دغه ولایت د سنگاتش ولسوالۍ د کلاخانې په کلي کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په یاده سیمه کې د مدرسې یو زدهکوونکی چې عصبي ستونزه یې درلوده، ځان راځوړند کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکې اېښی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد زدهکونکى د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار اړوند د تګاب اسماعیل سيمې اوسېدونکى و، خو اوس یې د سنګاتش ولسوالۍ په مدرسه کې زدهکړې کولې.
د یو بل خبر له مخې، امنیتي مسوولینو په هلمند ولایت کې د اوسپنې قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتې ځواکونو د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ او اولې امنیتي حوزه کې له اوسپنې بار یو مازدا او یو ټیوټا موټر درولي دي.
نوموړی زیاته کړه، یادو کسانو غوښتل په غيرقانوني او قاچاقي ډول اوسپنه، مبلایل او یو ځيني نور توکي له هېواده بهر ولېږدوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.
[/restrict]
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن