ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ملګرو ملتونو د سیندونو اوبو مدیریت برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

افغانستان له ملګرو ملتونو د سیندونو اوبو مدیریت برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

author avatar
14 Jun 2023 - 01:50
افغانستان له ملګرو ملتونو د سیندونو اوبو مدیریت برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
author avatar
14 Jun 2023 - 01:50

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له لوی رییس سټیفن سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د سيندونو اوبو مديريت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یواین‌ډي‌پي) لوی رییس -چې تازه افغانستان ته راغلی- د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ له سرپرست وزیر مولوي عطاء‌الله عمري سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري دغه وزارت یو غیر سیاسي او خدمتي بنسټ وباله او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت یوه خدمتي اداره ده چې له سیاسي مسایلو څخه لرې دی او اساسي دنده یې صحي خواړه برابرول دي، په بېلابېلو سکټورونو کې زموږ لاسته‌راوړنې او تولیدات ډېر دي، خو زموږ بزګران ماشینونو او د کښت او حاصل ټولولو عصري کولو ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) لوی رییس سټیفن وویل: «خوښ یم چې افغانستان ته راغلی یم او له بې‌وزلو خلکو سره کار کوم. زموږ موخه دا ده چې د خلکو ستونزې هوارې کړو، د اوبولګونې، خوړو او کرنې، وړتیا لوړولو او کرنیزو توکو برخو کې همکاري کوو، خلکو ته د خدماتو وړاندې کول زموږ اصلي موخه ده.»

مولوي عمري د ملګرو ملتونو له یاد چارواکي څخه وغوښتل چې د سیندونو د اوبو مدیریت ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه د اوبو مدیریت د افغانستان د کرنې په وده کې اغېزناک دی.

هغه د کرنې وزارت اساسي موخه خلکو ته د کاري چاپېريال برابرول، د سوداګرۍ وده او بزګرانو ته د ګټورو خدمتونو وړاندې کول وبلل.

د عمري په وینا، دودیزه کرکېله، د معیاري کرنیزو ماشینونو نشتوالی، د څارویو نوو نسلونو او د اصلاح شوو تخمونو نه کارول هغه لاملونه دي چې بزګران، مالداران او سوداګر د کرنې او مالدارۍ له سکټور څخه ډېره ګټه نه ترلاسه کوي او اړينه ده چې ټولې موسسې په دې برخه کې د هېواد له کروندګرو او مالدارانو سره مرسته وکړي.

د کرنې سرپرست وزیر په داسې حال کې له ملګرو ملتونو د اوبو په مدیریت کې د مرستې غوښتنه کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند اوبو پر سر سیاسي ناندارۍ په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي.

[/restrict]

Views: 258

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.