کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د چين سفیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخو کې همکاري کوي او هم به له راستنېدونکو کورنيو سره لومړنۍ مرستې وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست خليلالرحمن حقاني په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره نن (چهارشنبه) وکتل.
سرچینې لیکلي، حقاني په دغه لیدنه کې له چین څخه د خوراکي او غیرخوراکي توکو، سرپناه جوړولو او روغتیايي وسایلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، د چين سفير د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، د يوه دوست هېواد په توګه له افغانستان سره په اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخو کې همکاري کوي.
سفیر دغهراز ویلي، دوی به هڅه وکړي چې په افغانستان کې له راستنېدونکو کورنيو سره ژر تر ژره لومړنۍ مرستې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP