ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قزاقستان کې د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی

قزاقستان کې د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی

author avatar
14 Jun 2023 - 11:09
قزاقستان کې د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی
author avatar
14 Jun 2023 - 11:09

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د جودو ملي فدراسیون وایي، د قزاقستان په کوربه‌توب د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان جودوکارانو هم ګډون کړى دی.

د یاد فدراسیون رییس ذبیح‌الله نظري پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ نن (د جون ۱۴مه) په قزاقستان کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې پورې به دوام ولري.

هغه وویل، په یادو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۳ هېوادونو څخه ۳۴۴ د جودو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

نوموړی وایي، په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه تېره شپه پنځه افغان جودوکاران، یو روزونکی او یو پلاوى قزاقستان هېواد ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له یادو سیالیو مخکې د تاجکستان په کوربه‌توب د جودو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه افغان ورزشکارانو ته د دغه هېواد ویزې نه وې ورکړل شوې.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.