کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ویلي، د هېواد د خلکو خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دي، په افغانستان کې چاته د مداخلې ځای نه ورکوي او د بندیزونو لګولو له امله به اغېزمن نه شي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم دغه څرګندونې په هغه ویډیویي کلیپ کې کړې چې نن د دغه وزارت په ټویټرپاڼه کې خپور شوی دی.
ندیم ویلي: «دې ته هم ژمن یو چې د افغانستان د خلکو استقلال به ساتو، د بېګانهګانو مداخلې ته ځای نه ورکوو په افغانستان کې او نه د دې څخه متاثره کېږو چې خلک زموږ څخه غوښتنې وکړي یا پر موږ باندې بندیزونه ولګوي، د هغه په وجه چې موږ له یوه اسلامي حکم او شرعي حکم څخه د چا دپاره تېر شو.»
ندیم زیاته کړې: «د نارینه او ښځو ټولو شرعي حقوقو ته ژمن یو، د افغانستان د سرحداتو تحفظ ته ژمن یو، د افغانستان ترقي ته ژمن یو، د افغانستان جوړونې ته ژمن یو، د افغانستان تحصیلي او علمي سلسلې او د هغې ترقي ته ژمن یو، د افغانستان د خلکو عزت ساتنې ته ژمن یو.»
خو سرچینې نه دي ویلي چې ندیم دغه څرګندونې په کوم ځای کې او څه وخت کړې دي.
د یادونې ده، اروپايي ټولنې د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۶مه، د افغانستان سرپرست حکومت پر دوو سرپرست وزیرانو -چې د لوړو زدهکړو وزارت اوسنی سرپرست مولوي ندامحمد ندیم هم پکې شامل وو- بنديزونه ولګول.
یادې ټولنې هغه وخت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې دغه بندیزونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو غبرګون کې لګول شوي دي.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن