جلالاباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
مسوولين وايي، دغه قيمتي ډبرې په هغه باروړونکي موټر کې ځای پرځای شوې وې چې شوکاڼی يا تالک يې پاکستان ته لېږدول.
د تورخم ګمرک آمر انجنیر مسلم خاکسار وايي، د دوی د تشریح برخې کارکوونکو له لوري په یوه لوی باروړونکي موټر کې د څه باندې څلور ټنه لېتیم ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ډبرې يې په یوه ټېلري موټر کې ډېر په مهارت سره ځای پر ځای کړې وې او د پاسه پرې د شوکاڼي ډبرې ايښې وې.
لېتيم چې په نړۍ کې په کمسارې توګه پيدا کېږي او لوړه بيه لري، د بېټريو، برېښنايي يا الکټرانيک وسايلو او نورو ساختماني توکو جوړولو کې کارول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP