ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان په اقچې کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړ شو

د جوزجان په اقچې کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړ شو

author avatar
15 Jun 2023 - 17:07
د جوزجان په اقچې کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړ شو
author avatar
15 Jun 2023 - 17:07

شبرغان (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د جوزجان د اقچې ولسوالۍ ښاروالي د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ له جوړېدو خبر ورکوي او وایي، په دغه مارکېټ کې ۱۴۵ کسانو ته په مستقیم او لسګونه نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ مالي او اداري مدیر حمیدالله حمید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه مارکېټ د جوړولو چارې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې وې، خو د ځینو ستونزو له امله نیمګړې پاتې وې چې په دې وروستیو کې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وایي، یاد مارکېټ د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې د ۴۴ اعشاریه ۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښار په داخل کې جوړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد مارکېټ کې چې په درېیو پوړونو او اساسي ډول جوړ شوی او ۱۴۵ دوکانونه لري، بېلابېل توکي پلورل کېږي.

نوموړی وایي، په یاد مارکېټ کې ۱۴۵ لاسي‌پلورونکو او هټۍوالو ته په مستقیم او لسګونو نورو کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه سوداګریز مارکېټ له جوړېدو هرکلی کوي.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خیرالله احساس -چې یاد مارکېټ کې یې دوکان په کرایه نیولی- پژواک ته وویل، د سړک پر غاړه یې توکي پلورل خو اوس یې په دغه مارکېټ کې یو دوکان په کرایه نیولی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا مې د سړک پر غاړه نابرابر حالت کې او له زرګونه ستونزو سره کار کاوه، اوس په دغه دوکان کې یو باعزته کار راته برابر شو.»

په ورته وخت کې، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي جان‌محمد وایي: «اوس زما په څېر ټولو هغو کسانو ته چې د سړک له غاړو توکي پلورل، په دوکانونو کې باعزته کار ورته برابر شو، موږ ډېر خوښ یو.»

هغه زیاته کړه: «پر ټولو مواردو سربېره، اوس په ټوله ولسوالۍ کې امنیت تامین دی او هغه پخوانۍ ورور وژنې اوس له منځه تللې دي.»

یاد مارکېټ په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د روانې اونۍ په پیل کې هم د اقچې ښاروالۍ له لوري د ۱۰۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې وې.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.