Language

د ځمکې ملکیت پر سر دښمني؛ د ننګرهار په اچین کې یو کس وژل شوی
ارشیف

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يو کس چې شخصي دښمني یې درلوده، وژل شوی دی.

مسوولين وايي، قاتل له سيمې تښتېدلی خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غبرګولي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې يو ځايي اوسېدونکی په ډزو وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، د اسلام‌جان په نوم دغه کس د خپل کليوال غيرت له خوا د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.

د زابلي په وينا، د پېښې لامل شخصي دښمني ښودل شوې، قاتل له سيمې تښتېدلی خو د نيولو هڅه يې روانه ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقيوم شينواري پژواک ته وويل چې دغه پېښه د ځمکې پر سر د شخړې په نتیجه کې شوې ده.

د يادونې ده، د سواد کچې ټيټوالى او يا هم اقتصادي ستونزې ډېرى وخت د دې ډول پېښو لامل کېږي.