اټلانټا (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د یواځینۍ ټسټ لوبې په لومړي اننګز کې په ډیرو کمو منډو وسوځېدله او دغه راز په دې لوبه کې بنګله دېش برلاسی شوی دی.
دا پنځه ورځنۍ لوبه پرون د بنګله دېش د مېرپور ښار په نړۍوال لوبغالي کې پیل شوه، پچه یې افغانستان وګټله، خو لومړی یې بنګله دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ ورځ د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۶۹ منډې جوړې کړې او اټکل کېده چې په دویمه ورځ به تر پنځوسوو ډیرې منډې وکړې، خو ددویمې ورځې پیل د افغانستان لپاره ډیر ښه و.
افغان تېز توپ اچوونکو نجات مسعود او یمین احمدزي یواځې په ۲۱ نورو منډو د بنګله دېش پاتې پنځه نور لوبغاړي هم وسوځول او دغه راز بنګله دېش په لومړي اننګر کې ۳۸۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري تېز توپ اچوونکي نجات مسعود پنځه ، یمین احمدزي دوه، ظاهرخان، امیر حمزه او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.
د افغانستان ملي لوبډله ډیره خرابه لوبه پیل کړه او د تر غرمې وروسته ټوله لوبډله په ۱۴۶ منډو وسوځېدله، افسر ځاځي ۳۶ او ناصر جمال ۳۵ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې په دوویمه پاڼۍ یا اننګز کې د ورځې تر پایه پورې د یو لوبغاړي په سوځېدلو ۱۳۴ منډې جوړې کړې یواځینی لوبغاړی امیر حمزه وسوځولو.
د بنګله دېش ټولې منډې تر اوسه ۳۷۰ ته رسیدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP