کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسو له عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق سره په لیدنه کې، د دغو مدرسو په نصاب کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو اضافه کولو غوښتنه کړې ده.
د ارګ ټویټرپاڼې پرون (چهارشنبه) ناوخته د دې لیدنې خبر ورکړی دی.
مولوي عبدالکبير د جهادي مدرسو ارزښت ته په اشارې سره ویلي چې په هېواد کې د ديني زدهکړو معياري مرکزونو شتوالی د ورځې اړتیا ده او له همدې امله حکومت دې برخې ته جدي پاملرنه کوي.
نوموړي ویلي، د دغو مدرسو په نصاب کې د دیني درسونو ترڅنګ دې عصري علوم هم ور زیات شي، څو له جهادي مدرسو فارغان په ادارو کې د کار کولو وړتیا ولري.
هغه زیاته کړې چې جهادي مدرسې دې یوازې پر تدریس تکیه و نه کړي، بلکې د اسلامي علومو برخه کې دې د علومو څېړنې او پراختیا ته هم ځای ورکړي.
همداراز شیخ عبدالواحد طارق ویلي چې روان کال په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې شوې او طالبان یې جذب کړي دي.
د هغه په خبره، د جهادي مدرسو عمومي ریاست د نصاب کړنلاره او فعالیتونه د دیني عالمانو او اړوندو برخو تر څارنې لاندې ترتیب شوي او ډېر ژر به عملي شي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې جهادي مدرسو ته د اعلی تعلیماتو کچې پورې زمینه برابره کړي او د همدې موخه لپاره پر یوه جامع او معیاري نصاب کار روان دی.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن