کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۲): اروپايي ټولنه په کندهار، بلخ، بامیان او هرات ولایتونو کې د معلولینو د فزیکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې پنځه میلیونه یورو مرسته کوي.
د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پیسې به دوو غیردولتي موسسو «هینډیکپ انټرنیشنل» او «د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې» ته ورکړي چې په مټ یې په کندهار، بلخ، بامیان او هرات ولایتونو کې تر ټولو زیانمن شویو معلولینو ته د فزیکي لوړولو خدمتونه وړاندې کړي.
سرچينې ليکلي، چې افغانستان په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د کلونو جګړو او تاوتريخوالي له امله د معلوليت لرونکو کسانو شمېر په کې ډېر دى.
اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې له خپلو همکارانو سره به په ګډه له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.