میدانښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه ۱۲ بجې د ولایت د مرکز په بازار کې په راټول کړای شوو زړو اوسپنو کې چاودنه شوې چې له امله يې د حریمګل په نوم یوه کاروباري ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په میدان وردګو کې يې د زړو اوسپنو کاروبار کاوه.
اسرار وویل، دوی پخوا هم د زړو اوسپنو له راټولوونکو غوښتي وو چې د تېرو جګړو د ناچاودو توکو له راټولولو دې ډهډه وکړي.
د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې په یاد ولایت کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ۴ ماشومان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP